تبليغاتX
لمر ورانگه

لمر ورانگه

دلمر تولنه

دافغان اینجینرانوداریکومرکز

لومړی څپرکی

عمومی حکمونه

لمړی ماده : دااساس نامه داساسی قانون د(۳۵) مادی پربنا جوړه شوی

دوهمه ماده : دسازمان مکمل نوم  (دافغان اینجینرانو داړیکو مرکز) دی

دریمه ماده : دسازمان دنوم خلاصه (مرکز) دی

څلورمه ماده: دمرکز اصلی مقردکابل په ښارکی اودهیواد په ټولوولایتونو کی نمایندګی لری

پنځمه ماده : دمرکز دفعالیت سا حه کابل اودافغانستان ټول ولایتونه دی

شپږمه ماده : دمرکز دفعالیت ډولونه په لاندی ډول دی

۱- دمرکز دخپرونی له لاری

۲- دغونډو،کنفرانسونو ،سیمینارونو له لاری

۳- دصوتی ،تصویری ،اوچاپی رسنیو له لاری

۴- دمخابراتی تکنالوږی (اینترنټ،ماهواره ،ستلایت اوموبایل ) له لاری

۵- دعالمانو ،سپین ږیرو دقوم دمشرانو دغونډو اوشوراګانو له لاری

۶- دنورومدنی اوفرهنګی ټولنو ، مرکزونو اتحادیو ، شوراګانو له لاری او په همکاری

۷- دمرکز دبیلابیلو څانګو،کمیسینونو او شوراګانو له لاری په مستقیم ډول اړیکه نیول اوفعالیت کول

 

دوهم څپرکی

دمرکز اساسی موخی

اوومه ماده : دمرکز اساسی موخی په لاندی ډول دی

۱- دوطن بیا رغونه اورغونه کی فعاله ونډه اخیستل

۲- داینجینرانو دعلمی سطحی دلوړیدوپه موخه هلی ځلی

۳- دافغانستان دټولواینجینرانو (ساختمانی ، برق ، جیولوجی ومعدن اوداسی نور)که دوطن په دننه اویا بهرکی وی ترمنځ داړیکو ساتل

۴- داینجینری څا نګی دمحصلینو سره په علمی ډګرکی همکاری کول

۵- افغان اینجینرانوته دښه کارپه پیداکولوکی هلی ځلی

۶- افغان اینجینرانو ته په کاری ساحه کی دښه چاپیریال رامنځ ته کول اودهغوی په امن ساتلو کی دهیوادله امنیتی اورګانونمو سره ګډی هلی ځی

۷- دافغان اینجینرانو دستونځو په اړه (اقتصادی ، علمی ،تخنیکی دکارپه ساحه کی اویا دهیواد دښمنانوله خوا داینجینرانو دتښتونی دستونځی حل دسیمی دعالمانو قومی مشرانو اوسپین ږیرو دخبرو اترو په وسیله

۸- دافغانستان  درغونی اوبیا رغونی دکارونو نظارت کول او له نړیوال معیار سره برابری کول

 

دریم څپرکی

دمرکز تشکلاتی جوړښت

اتمه ماده : دمرکز تشکلاتی جوړښت په لاندی ډول دی

۱- عمومی غونډه (کنګره ) (ټول غړی )

۲- عالی (رهبری ) شورا (مؤسیسین)

۳- اجرایه یا(مشرتابه) شورا (مدیره هیأت )

۴- دمر کزڅانګی

نهمه ماده : عمومی غونډه (کنګره ) دمرکز ترټولو غوره اوصلاحیت لرونکی اورګان دی چی له ټولو اعضأوو څخه جوړشوی په کال کی به لږ تر لږه دوه ځله غونډی کوی اودمخابراتی تکنالوجی برقی اوخبری رسانیو له لاری راغوښتل کیږی اولاندی صلاحیتونه لری

۱- دریس انتخابول ددری کلواودری دورو لپاره دعالی رهبری شورا له اعضاوڅخه اودهغه لری کول درایو په اکثریت

۲- دعالی (رهبری ) شورا داعضاووانتخابول اولری کول دعمومی غونډی له اعضاوو څخه درایوپه اکثریت اودریس په منظوری

۳- دعالی (رهبری ) شورا دراپوراوریدل

۴- داساس نامی تغیر اوتبدیل

۵- دکلنی بودیجی تصویبول

لسمه ماده : عالی (رهبری ) شورا دمرکز دوهمه با صلاحیته اورګان دی چی اوس مهال دمؤسیسینو څخه جوړه شوی اوپه راتلونکی کی نورداستعدادوړکسان دعومی غونډی له خوااوله اعضأووڅخه دریس په منظوری انتخابیږی په میاشت کی به لږترلږه یوځل غونډه کوی اولاندی صلاحیتونه لری

۱- دمرکز دمالی چاروترتیب اوتنظیم

۲- دمرکز داداری تشکلاتو جوړول

۳- دمرکز داجرایه شورادغړویعنی د(مدیره هیأت ) ټاکل اولری کول دعالی (رهبری )شورا له اعضاؤڅخه درایوپه اکثریت او دریس په منظوری

۴- داجرایه شورا(مدیره هیأت ) دراپوراوریدل

۵- دمرکز دڅانګو دمسولینو ټاکل اولری کول درایو په اکثریت اودریس په منظوری

۶- دافغان اینجینرانو ترمنځ داړیکو ساتلو دعلمی سطحی دلوړیدو ، دکارموندلو اوپه کاری ساحه کی دښه چاپیریال درامنځ ته کولو اودهغوی په امن ساتلواودمختلفو ستونځو په حل کولو اوبالآخره دافغانستان درغونی اوبیا رغونی دکارونو دنظارت او څیړنولپاره دبیلابیلوڅانګو اوکمیسینو نو جوړول

یوولسمه ماده : اجرایه شورا (مدیره هیأت ) دمرکز دریمه باصلاحیته اوګان دی چی اوس مهال دمرکز دریس ،معاونین اومنشی څخه جوړه شوی اوپه راتلونکی کی نور داستعداد وړکسان دعالی (رهبری ) شورا له خوااوله اعضاؤوڅخه درایوپه اکثریت اودریس په منظوری انتخابیږی لږترلږه هفته کی یوځل غونډی کوی اولاندی صلاحیتونه لری

۱- دټولنی دورځنی چاروترتیب اوتنظیم

۲- په رسمی غونډواوکنفرانسونو ،سیمینا رونواومشاعروکی ګډون کول

۳- درسمی لیدونو اوملاقاتونو صلاحیت لری

۴- دمرکزدڅانګودمسؤلینودراپوراوریدل

۵- داینجینرانو دآرمانونوپوره کول اودښه ږوندبرابرول اودمرکزداساسی موخوته درسیدوپه هیله دمرکز څانګو،کمیسونونو ،عالی (رهبری )شورا،عومی غونډی اودمرکزټولوغړوته دلازموکړونواومشهوری ورکول

دولسمه ماده : دمرکزڅانګی عبارت دی له

۱- دټولنیزوچاروڅانګه

۲- اداری څانګه

۳- ادبی اوکلتوری څانګه

۴- مالی څانګه

۵- داړیکوټینګولواوخبررسولوڅانګه

۶- دعلمی څیړونواوتخنیکی پرمختیاوڅانګه

۷- داینجینرانودکارموندلو،په کاری ساحه کی دښه چاپیریال درامنځ ته کولواوداینجینرانودامن ساتلولپاره دګډوهلوځلوڅانګه

۸- دښونیځواوروزنیزوفعالیتونو اوداینجینری دڅانګی سره په علمی ډګرکی دهمکاری کولوڅانګه

۹- دساختمانی کارونواوپروژودپرمخ بیولواوسرته رسولوڅانګه (ساختمانی شرکت  ) نوم به یی وروسته غوره شی

یادونه : په راتلونکی کی داکارونودښه پرمخ بیولولپاره دعالی (رهبری ) شوراله خوادرایوپه اکثریت اودریس په منظوری څانګی زیاتیدی اوکمیدی شی

دیارلسمه ماده : دمرکزدمنحلیدوشرطونه په لاندی ډول دی

۱- دتګلاری نه رعایت کیدل اودهغه په خلاف دکارونوسرته رسول

۲- داساسی قانون اوداجتماعی سازمانونوله قانون سره په تضاد کی واقع کیدل

۳- دبشردحقوقو اودملل متحد منشورته صدمه رسول

۴- ملی ګټواوملی وحدت ته تاون رسول

۵- داسلامی قوانینو ترپښو لاندی کول

څوارلسمه ماده : دمرکزسرمایه دمرکز له منحلیدووروسته ددهیوادټولوپوهنتونونو داینجینری دڅانګی محصلینوته منسوبه ده

 

څلورم څپرکی

دمرکزدغړیتوب شرطونه ، دندی اودغړیتوب څخه دایستلوشرطونه

پنځلسمه ماده : دمرکزغړیتوب شرطونه په لاندی ډول دی

۱- هربااحساسه افغان اینجینرچی دهیواد اویاله هیواده بهردیومعتبره اینجینری پوهنتون څخه فارغ شوی وی

۲- دهیواددټولواینجینری پوهنتونونودبیلابیلوڅانګواوپوهنځیو(ساختمانی ، برق ، جیولوجی اومعدن اوداسی نور) محصلینوګډون

۳- دهیوادټولومیخانیکی لیسو(څوارلسم پاسانو)اودانستیوتونوفارغان کولای شی ګډون وکړی

۴- دهیوادپه ټولوموسیسواوساختمانی شرکتونوکی اویاپه دولت کی په کارګمارل شوی اینجینران

۵- هربااحساسه اینجینراویاداینجینری دڅانګی محصل چی دمرکزتګلاره ومنی اوپه عملی کیدواومرکزته دهررازهلوځلوژمنه وکړی دمرکزغړیتوب ترلاسه کوی شی

یادونه : دعمومی غونډی (کنګره ) داکثریت غړودرایوپه تأیداودریس په منظوری دهیواداویاله هیواده بهردهرپوهنتون (زراعت ، ساینس ، تعلیم تربیه ، ژورنالیزم ، حقوق ، طب ، اوداسی نور) فارغ شوی پوهان (لسانسه ) کړای شی دمرکزغړیتوب ترلاسه کړی اودمرکزاساس نامه کی  زیاتی راشی اوکارونه پراخ اوهراړخیزکړی

شپاړسمه ماده : دټولنی دغړوحقوق په لاندی ډول محفوظ دی

۱- دمرکزغړی حق لری چی دمرکزدمشری اویادهری څانګی دمسؤل په صفت دتګلاری موافق ځان کاندید اویارایه ورکړی

۲- دمرکزهرغړی حق لری چی په علمی کنفرانسونو،څیړنو،غونډو ، اومشاعروکی ګډون وکړی

۳- دمرکزهرغړی دتبصری ، نظریی اودبیان دآزادی حق لری

۴- دمرکزهرغړی حق لری چی دمرکزهمکاری پواسطه ځان دښه کارڅښتن کړی

۵- دمرکزهرغړی حق لری چی دتخنیکی اوعلمی سطحی دلوړیدوپه موخه دمرکزدهررنګه امتیازاتوڅخه ګټه پورته کړل شی

اولسمه ماده : دمرکزدغړودندی عبارت دی له :

۱- دمرکزهرغړی په مرکزکی دځانګړودندوپه فعاله ونډه اخیستلومکلف دی

۲- دمرکز هرغړی دتګلاری په عملی کیدواومرکزته دښه خدمت په موخه په هررازهلوځلومکلف دی

۳- دمرکزهرغړی دمرکزپه مشخصو غونډواوکنفرانسونو کی په ګډون کولو مکلف دی

۴- دمرکزدهری څانګی مسؤلین مکلف دی چی دمشخصی څانګی دکارونو په سرته رسولو کی فعاله ونډه واخلی

۵- دمرکز هرغړی اړدی ترڅودغړیتوب باورپاڼه (کارت)ترلاسه کړی اودټولنی دهرډول فعالیت پرمهال یی له ځان سره ولری

۶- دمرکزهرغړی اړدی چی دمرکزدبیلابیلوڅانګودمسؤلینواودمرکزله ریس سره په تفاهم دکارونوپه سرته رسولوکی پوره هڅه وکړی

۷- دمرکز دهرغړی کړه وړه په پام کی نیول کیږی اودهغه له مخی دمکافاتواومجازاتولایق ګرځی

۸- ترټولوښه کارغړی ته دهغه دمقام پورته والی اودمرکز له خوادجایزواومډالونو ورکول اودناوړه کړه وړوپه بدل کی په مرکزکی دهغه دمقام ټیټوالی په شاقه کارګمارل دمعاش کموالی اوبلآخره له دندی اوله مرکز څخه ایستل کیږی

۹- دمرکزټول غړی اړدی ترڅودمرکزدریس اوبیلابیلوڅانګودمسؤلینوپه تفاهم اورسمی اجازه خط له اخیستووروسته کوم کارسرته ورسوی

اته لسمه ماده : دمرکزدغړودهرډول سرغړونی په اودرغلنی په صورت کی دغړیتوب څخه دایستلوشرطونه په لاندی ډول دی

۱- دمرکز هرغړی چی دمرکزتګلاره رعایت نکړی اودهغه په خلاف کاروکړی دمرکز څخه ایستل کیږی

۲- دمرکزهرغړی چی په مرکزکی دځانګړودندوپه فعاله ونډه اخیستلوکی پاتی راشی

۳- دمرکز هرغړی چی دمرکزپه مشخصوغونډواوکنفرانسونوکی پرته له کومی ورپیښی ستونځی دری واری په متواترډول ګډون ونکړی

۴- دمرکزهرغړی چی دځان دشخصی نفعی په خاطرکاروکړی اودمرکزملی نفعوته تاوان ورسوی

۵- دمرکز هرغړی چی پرته دمرکزدصلاحیت لرونکواورګانونوله مشهوری اورسمی اجازه خط له اخیستوپرته کوم کارسرته ورسوی

۶- دمرکزهرغړی چی داسلامی قوانینوپه خلاف اویاپه اخلاقی مفاسدوتورن شی

۷- دمرکز هرغړی چی ملی وحدت اوملی ګټوته زیان ورسوی

پنځم څپرکی

دټولنی مالی چاری

نولسمه ماده : دټولنی مالی چاری له لاندی لاروسمبالیږی

۱- دغړیتوب اومیاشتنی ورکړه چی داینجینرانودمیاشتنی عواید پراساس پلاندی ډول ترتیب شوی

۲- دغړیتوب ورکړه دټولوغړو(محصلینو،په کارګمارل شوی اوبیکاره اینجینرانو)لپاره یوشانته یعنی (۲۰۰) افغانی دی

۳ ـ میاشتنی ورکړه دمحصلینولپاره (۱۵۰)افغانی دهغواینجینرانولپاره چی بیکاره دی (۲۰۰) افغانی اوپه کارګمارل شوی اینجینرانولپاره هغه چی دټیټ عواید(تر۵۰۰ امریکایی ډالرو($) معاش ) درلودونکی (۳۰۰) افغانی ، دمتوسط عواید (تر۱۰۰۰$ معاش ) درلودونکی وی (۴۰۰) افغانی اوهغه چی دزیات عواید (تر۲۰۰۰$معاش ) درلودونکی وی (۵۰۰) افغانی اوهغه چی دډیرزیات عواید (تر۲۰۰۰$  زیات معاش ) درلودونکی وی د(۶۰۰) افغانیومیاشتنی ورکړه اوتردی زیات عوایددرلودونکو ایینجینرانوڅخه دعواید په اساس  اخیستل کیږی

۴ ـ دعالی (رهبری ) شوراپه خوښه اودریس په منظوری دغړیتوب اومیاشتنی ورکړه کی زیاتی اوکمی راتلای شی

۵ ـ دغړیتوب اومیاشتنی ورکړه دعالی (رهبری ) شورادموظف کمیسون دمالی کمیټی په سرپرستی  له خوا تثبیت اوراټولیږی

۶ـ دمرکزله خوادهیوادپه داخل اوخارج کی دساختمانی اودده په شان دنوروپروژوسرته رسولوعواید

۷- دمرکزله خوادخپرونودخرڅلاوعواید

۸- له مرکزسره دهری دولتی اوغیردولتی مؤسیسو اوشرکتونوبلاعوضه اوبی غرضه مالی مرستی

۹- له مرکزسره دهربااحساسه اینجینرلازیاتی مرستی اوکومک 

۱۰- له مرکزسره دهربل بااحساسه افغان ملی تجارانواوسوداګروبلاعوضه مرستی

۱۱- دمرکزدغړومرسته دتوان په کچه

شپږم څپرکی

وروستی حکمونه

شلمه ماده: دامرکزپه راتلونکی کی دهیوادټولوساختمانی تجارتی سیاحتی اوداسی نوروته ثبت خط اوغړیتوب ورکولای شی

یوویشتمه ماده: دامرکزپه راتلونکی کی دهیوادسترواونامتوشخصیتونواوځایونوپه نوم غوره چارواکوتکړه اینجینرانواوداسی نوروغوره شخصیتونوته دنغدی جایزی سره یوځای مډالونه ورکولای شی

دوویشتمه ماده: دامرکزدخاص نښان مهررسمی مکتوب عریضه اعلان اوکارتونودرلودونکی ده

درویشتمه ماده: دامرکزپه راتلونکی دورځپاڼی ، اونیزی میاشتنی مجلی اوانټرنټی سایټ درلودونکی دی

څلورویشتمه ماده: دمرکزدکارونودښه پرمخ بیولواوپه راتلونکی کی دستونځودمخنیوی اوحل په خاطردمرکزریس اوداجرایه شورا(مدیره هیأت ) دمرکزدبیلابیلوڅانګواوکمیسونونودمسؤلینواوغړ

ولپاره دمرکزداساسی تګلاری په رڼاکی جلاتګلاری اوصلاحیت خطونه جوړه وی شی

پنځه ویشتمه ماده: په دی اساس نامه کی دعمومی غونډی داکثریت غړوپه خوښه اومرکزدریس په منظوری زیاتی ،کمی ،تغیر اوتعدیل راتلای شی

شپږویشتمه ماده : دمرکزدمؤسیسنومدیره هیأت اومالی څانګی دمسؤلینولیست په جلاجلاجدولونوکی دعدلی وزارت دانسجام ریاست ته وړاندی شول چی دمدیره هیأت اومالی مسؤلینواعضأعبارت دی له  :

۱- دمرکزمدیره هیأت عبارت دی له : اینجینیر امین الله (حبیبي ) ،

 

 

۲- دمرکزمالی مسؤلین عبارت دی له : اینجینیر امین الله (حبیبي ) ،

 

اوویشتمه ماده : دااساس نامه په   ( ۶  ) څپرکو ( ۲۷  ) مادو او   (  ۸۸ ) بندونو کی جوړه اودمؤسیسنوله خوامنظوره ده

یادونه : ګرانوقدرمنومحصلینواواینجینرصاحبانودا تګلاره ابتدایی ده او دتاسودموافقی په خاطرتیاره شوی که چیری دمرکزدتګلاری دکومی مادی سره موافق نه یاست اویاپه تګلاره کی زیاتی اوکمی اویا دبدلون راوړوغوښتونکی یاست مهربانی وکړی په یوجلاکاغذکی دځان په معرفی کولودنوموړی مادی شمیره ولیکی اودخپلی خوښی ماده کی تغیرزیاتیۍاویا کمۍ راولی اوکاغذ مونږته وسپاری اوکه چیری له دی تګلا ری سره موافق یاست په لاندی یو ځای کی خپل نوم ولیکی لاسلیک وکړی اودمرکزدغړیتوب فورمه ډکه کړی کارت ترلاسه کړی اوپه رسمی ډول په دی بهیر کی له مونږسره شریک شیۍ په راتلونکی کی به مونږدعدلیی له وزارت څخه درسمی اجازه نامی وروسته اصلی تګلاره اونوردمرکزټول قوانین دتاسوپه خدمت کی کیږدو. مننه

 

نوم :       (            )(             )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )

 

لاسلیک :  (            )(            )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )  

      

نوم :       (            )(             )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )

 

لاسلیک :  (            )(            )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             ) 

      

نوم :       (            )(             )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )

 

لاسلیک :  (            )(            )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             ) 

      

نوم :       (            )(             )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )

 

لاسلیک :  (            )(            )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             ) 

      

نوم :       (            )(             )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )

 

لاسلیک :  (            )(            )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             ) 

      

نوم :       (            )(             )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )

 

لاسلیک :  (            )(            )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             ) 

       

نوم :       (            )(             )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )

 

لاسلیک :  (            )(            )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             ) 

      

نوم :       (            )(             )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )

 

لاسلیک :  (            )(            )(             )(             )(              )(              )(              )(              )(             )        


 

 

+ نوشته شده در  سه شنبه بیست و نهم بهمن 1387ساعت 18:55  توسط امین الله حبیبی   | 

دلمرتولنی اساس نامه

لومړي څپرکي

عمومي حکمونه

لمړي ماده : دااساسنامه داساسي قانون د(۳۵) مادي دحکم اوداجتماعي سازمانونودقانون ددوهمي مادي پربناجوړه شوي ده .

دوهمه ماده : دسازمان مکمل نوم (دلمرعلمي،ادبي اوکلتوري ټولنه ) دي .

دریمه ماده :دسازمان دنوم خلاصه (ټولنه ) دي .

څلورمه ماده : دټولني مرکزدکابل په ښارکي اودفعالیت ساحه یی کابل اودافغانستان ټول ولایتونه دي .

پنځمه ماده : دټولني دفعالیت ډولونه په لاندي ډول دي .

0.  دټولني دخپروني له لاري

0.  دغونډو،کنفرانسونو،مشاعرواوسیمینارونوله لاري

1.  دصوتي اوتصویري رسانیوله لاري

دوهم څپرکي

دټولني اساسي موخي

شپږمه ماده : دټولني اساسي موخي په لاندي ډول دي .

0.  دسیمي ددیني ،علمي، ادبي ، کلتوري اوټولنیروچاروپه پرمختګ کی فعاله ونډه اخیستل .

1.  دسیمې دادب اوکلتوردبډاینې په خاطردادبي غونډواومشاعروجوړول .

2.  دسیمې دعالمانو،وتلوڅیرو،کلیوالوفرهنګیانواودغه رازدتاریخي اوکلتوري آثاروپیژندنه اونوروته ورپیژندل.

3.  دنوي نسل داستعدادونوستاینه ، روزل اوهغوي ته دزدکړي دزمیني برابرول اوله مخدره توکیو څخه یې دلرې والي هڅي

4.  دسیمي دټولووګړوترمنځ دژبني ، قومي ،سمتي اومذهبي تعصب پروړاندې مقابله اودې ته ورته خنډونوله منځه وړل.

5.  دځوانانو ترمنځ دښوافکارودتبادلې دزمینې برابرول .

6.  دسولې دټینګښت په لاره کې ګړندۍ هڅۍ اودملي پخلاینې دروحیې ژوندي کول .

7.  دسیمي دپرمختګ اوبیا روغنې په اړوند دځوانانو هڅول .

دریم څپرکي

دټولني تشکلاتي جوړښت

اومه ماده : دټولني تشکلاتي جوړښت په لاندي ډول دي

0.  عمومي غونډه

1.  عالي (رهبري ) شورا

2.  اجرایه شورا (مدیره هیت )

3.  دټولني څانګي 

اتمه ماده : عمومي غونډه دټولني ترټولو غوره اوصلاحیت لرونکي ارګان دي چي له ټولواعضاووڅخه جوړشوي په کال کي به لږترلږه یوځل غونډه کوي اود(تلیفون ،خبري رسانیو) له لاري راغوښتل کیږي اولاندي صلاحیتونه لري

0.  دریس انتخابول دعالي (رهبري ) شورا له اعضاوڅخه اودهغه لري کول .

1.  دعالي (رهبري ) شوراداعضاوانتخابول او لري کول .

2.  دعالي (رهبري ) دراپوراوریدل.

3.  داساس نامي تغیر اوتبدیل

4.  دکلني بودیجي تصویبول

نهمه ماده : عالي (رهبري ) شورا دټولني دوهمه با صلا حیته ارګان دي چي اوس مهال دمؤسیسینونه جوړه شوي اوپه راتلونکي کي نورداستعداد وړکسان دعمومي غونډي له خواانتخابیږي په میاشت کي یوځل غونډه کوي اودالاندي صلاحیتونه لري .

0.  دټولني دمالي چاروترتیب اوتنظیم .

1.  دټولني داداري تشکلاتوجوړول .

2.  دټولني اجرایه شورادغړویعني د(مدیره هیت ) ټاکل اولري کول.

3.  دټولني دڅانګودمسولینوټاکل اولري کول .

4.  داجرایه شورا (مدیره هیت ) دراپوراوریدل.

لسمه ماده : اجرایه شورا (مدیره هیت ) دټولني دریمه با صلاحیته اورګان دي چي اوس مهال دټولني دریس ،معاونین اومنشي څخه جوړه شوي اوپه راتلونکي کي نورداستعدادوړکسان دعالي (رهبري ) شوراله خواانتخابیږي لږترلږه به هفته کي یوځل غونډه کوي اولاندي صلاحیتونه لري .

0.  دټولني دورځني چاروترتیب اوتنظیم .

1.  په رسمي غونډو(کنفرانسونو، سمینارونواومشاعروکي ګډون

2.  درسمي لیدونواوملاقاتونوصلاحیت لري .

3.  دټولني دڅانګودمسولینودراپوراوریدل .

یولسمه ماده : دټولني څانګي عبارت دي له :

0.  دټولنیزوچاروڅانګه

1.  اداري څانګه

2.  ادبي اوکلتوري څانګه

3.  مالي څانګه

4.  داړیکودټینګولوڅانګه

5.  دښونیزواوروزنیزوفعالیتونوڅانګه .

دولسمه ماده : دټولني دمنحلیدوشرطونه په لاندي ډول دي :

0.  دتګلاري نه رعایت کیدل اودهغي په خلاف دکارونو سرته رسول .

1.  داساسي قانون اوداجتماعي سازمانونوله قانون سره په تضاد کي واقع کیدل.

2.  دبشرحقوق اودملل متحد منشورته صدمه رسول .

3.  ملي ګټواوملي وحدت ته تاوان رسول .

4.  داسلامي قوانینوترپښولاندي کول .

دیارلسمه ماده : دټولني سرمایه دټولني له منحلیدووروسته دمیدان وردګودولایت مرکزي لیسي (دسلمان فارس )عالي لیسي ته منسوبه ده .

څلورم څپرکي

دغړیتوب شرطونه ،حقوق ،دندي اودغړیتوب څخه دایستلوشرطونه

څوارلسمه ماده : دټولني دغړیتوب شرطونه په لاندي ډول دي .

۱. هربااحساسه افغان چي افغاني هویت ولري اوقانوني عمر(۱۸)کاله یي پوره کړي وي دټولني غړیتوب ترلاسه کوي شي .

0.  هر بااحساسه افغان چي دټولني تګلاره ومني اوپه عملي کیدویي دهررازهلوځلوژمنه وکړي دټولني غړیتوب ترلاسه کوي شي .

1.  هرافغان چي له کوم سیاسي حزب سره تړاوونلري دټولني غړیتوب ترلاسه کوي شي

پنځه لسمه ماده : دټولني دغړوحقوق په لاندي ډول محفوظ دي .

0.  دټولني غړي حق لري چي دټولني مشري اویادهري څانګي دمسول په صفت ځان کاندید کړي اویا رایه ورکړي .

1.  دټولني هرغړي حق لري چي په کنفرانسونو،مشاعرواوغونډوکي ګډون وکړي .

2.  دټولني هرغړي دتبصري ،نظریي اودبیان دآزادي حق لري .

شپاړسمه ماده : دټولني دغړودندي عبارت دي له :

0.  دټولني هرغړي دتګلاري په عملي کیدواوټولني ته دښه خدمت په موخه په هررازهلوځلومکلف دي .

1.  دټولني هرغړي په ټولنه کي دځانګړودندوپه فعاله ونډه اخیستلومکلف دي .

2.  دټولني هرغړي اړدي ترڅود غړیتوب باورپاڼه (کارت) ترلاسه کړي اودټولني دهرډول فعالیت پر مهال له ځانه سره ولري .

اولسمه ماده : دټولني دغړودهرډول سرغړونو اودرغلنوپه صورت کي دغړیتوب څخه دایستلوشرطونه په لاندي ډول د ي.

0.  دټولني هرغړي چي دټولني رعایت نکړي اودهغه په خلاف کاروکړي دټولني څخه ایستل کیږي .

1.  دټولني هرغړي چي پرته دټولني دصلاحیت لرونکوارګانونوله مشهوري څخه کوم کارسرته ورسوي .

2.  دټولني هرغړي چي داسلامي قوانینوپه خلاف اویا په اخلاقي مفاسدو تورن شي .

3.  دټولني هرغړي چي کوم سیاسي حزب سره تړاوپیداکړي .

4.  دټولني هرغړي چي ملي وحدت اوملی ګټوته زیان ورسوي .

پنځم څپرکي

دټولني مالي چاري

اته لسمه ماده : دټولني  مالي چاري له لاندي لاروسمبالیږي .

0.  دغړیتوب ورکړه سل(۱۰۰) افغاني اومیاشتني ورکړه پنځوس (۵۰) افغاني چي دعالی (رهبري ) شوراله خواراټولیږي .

1.  له ټولني سره دهربا احساسه افغان اودغه رازدغیردولتي داخلي موسسوبي غرضه اوبلاعوضه مالي مرستي .

2.  دټولني له لاري دخپروني دخرڅلاوعواید

3.  دټولني دغړومرسته دتوان په کچه .

شپږم څپرکي

وروستي حکمونه

نولسمه ماده : داټولنه دخاص نښان اومهرلرونکي ده

شلمه ماده : دا ټولنه یوه مهالني خپرونه د (لمروړانګه)په نامه لري

یوویشتمه ماده : دټولني دمؤسیسینو،مدیره هیت اومالي څانګي دمسولینوداعضاؤلیست په جلا جلاجدولونوکي دعدلي وزارت دانسجام ریاست ته وړاندي شول چي دمدیره هیت اومالي مسولینواعضاعبارت دي له :

0.  دټولني دمدیره هیت عبارت دی له : امین الله ( حبیبي ) ، ظفرالله (فضلي ) ،قیس ( امر خیل )

1.  مالي مسولین عبارت دي له : امین الله (حبیبي ) ظفرالله (فضلي ) اورنګ (نیازمند )

دوه ویشتمه ماده : دااساس نامه په شپږوڅپرکواو(۲۲) مادو کي جوړه اودمؤسیسینوله خوامنظوره ده .

 

+ نوشته شده در  سه شنبه بیست و نهم بهمن 1387ساعت 18:50  توسط امین الله حبیبی   |